د افغانستان برېښنا شرکت وايي، د دغه شرکت عمومي اجرائیوي رئیس ملا عبدالحق همکار د قرغزستان په پلازمېنه بشکیک کې د کاسا-۱۰۰۰ پروژې په سیمهییزو غونډو کې د یادې پروژې د چارو پر چټکتیا او ژر بشپړېدو ټینګار کړی دی.
دغه غونډې د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر له ۷مې تر ۹مې جوړې شوې وې، چې د غړو هېوادونو، نړیوال بانک او نورو تمویلکوونکو بنسټونو استازو پکې ګډون کړی و.
د افغانستان برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، ملا عبدالحق همکار په دې غونډو کې د پروژې د پاتې ساختماني چارو د چټکولو، د اضافي مالي سرچینو د برابرولو او د شته خنډونو د لرې کولو غوښتنه کړې ده.
دغه شرکت زیاتوي، چې نړیوال بانک د پروژې د پاتې چارو لپاره د اړینو مالي سرچینو د برابرولو د امکاناتو د ارزونې خبر ورکړی دی.
کاسا-۱۰۰۰ پروژه
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس