Home » افغانستان » د ښارونو نړیواله ورځ؛ ملګري ملتونه د دوامدارې ښاري پراختیا او مناسبو کورونو پر برابرولو ټینګار کوي
د اکټوبر ۳۱مه

د ښارونو نړیواله ورځ؛ ملګري ملتونه د دوامدارې ښاري پراختیا او مناسبو کورونو پر برابرولو ټینګار کوي

نن د اکټوبر ۳۱مه د ښارونو نړیواله ورځ ده؛ هغه ورځ چې د ښاري ژوند د ستونزو، د ښارونو د راتلونکې او دوامدارې پراختیا په اړه د نړیوال پوهاوي لوړولو په موخه نمانځل کېږي.

ملګري ملتونه وایي، د دې ورځې نمانځل هېوادونو ته فرصت برابروي چې د ښاري پراختیا په برخه کې خپلې تجربې شریکې او د ښارونو د اوسېدونکو د ژوند د ښه‌والي لپاره ګډې هڅې پیاوړې کړي.

سږ کال دغه ورځ د «ښارونو بیارغونه؛ د ټولو لپاره مناسب کورونه» تر شعار لاندې د چین په فوژو ښار کې نمانځل کېږي.

ملګري ملتونه ټینګار کوي چې د ارزانه او مناسبو کورونو برابرول، د زړو ښاري سیمو بیارغونه او د اوبو، روغتیا، ترانسپورټ او نورو بنسټیزو خدمتونو پراختیا د ښاري ژوند د کیفیت په لوړولو کې مهم رول لري.

دغه سازمان همداراز د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د ښارونو د مقاومت پیاوړتیا د خوندي، هوسا او دوامدارو ښارونو د جوړولو لپاره اړینه بولي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په دوو اوونیو کې نږدې ۹۵ زره افغانان له ایران او پاکستان څخه راستانه شوي

د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، ...