Home » افغانستان » د ژبې لکنت نړیواله ورځ؛ د پوهاوي او ملاتړ پیغام
د ژبې لکنت

د ژبې لکنت نړیواله ورځ؛ د پوهاوي او ملاتړ پیغام

د ژبې لکنت نړیواله ورځ هر کال د اکتوبر په ۲۲مه د عامه پوهاوي د لوړولو، د تبعیض د کمولو او د هغو ناسمو باورونو د اصلاح په موخه نمانځل کېږي چې د ژبې د بندښت لرونکو کسانو په اړه شتون لري.

د طبي معلوماتو له مخې، د‌ ژبې لکنت يا بندښت د خبرو کولو د روانۍ یو اختلال دی چې د خبرو پر مهال د غږونو یا کلمو له غیرارادي تکرار، د غږونو له اوږدېدو او د خبرو له لنډمهاله بندېدو سره مل وي او دا حالت ډېری وخت په ماشومتوب کې پیلېږي او تر لویوالي پورې دوام کولی شي.

د دې ورځې د نمانځنې موخه د لکنت لرونکو کسانو د ځان‌باورۍ پیاوړتیا، د ټولنیز ملاتړ زیاتول او د خبرو کولو د بېلابېلو طریقو منل دي. متخصصان ټینګار کوي چې لکنت باید د ملنډو، تبعیض او ټولنیز انزوا لامل نه شي، بلکې له دغو کسانو سره باید د درناوي، زغم او همکارۍ له مخې چلند وشي، څو هغوی وکولی شي په ډاډه زړه خپل نظرونه څرګند او په ټولنه کې فعاله ونډه واخلي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

یو روسی سوداګر غواړي د کندهار ۵ زره ټنه انار بهر ته صادر کړي

د معلوماتو له مخې، یو ...