Home » فرهنګی او ټولنیز » د میدان وردګو په جلریز ولسوالۍ کې د یوه ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل وشوه
رویداد خبري آژانس

د میدان وردګو په جلریز ولسوالۍ کې د یوه ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل وشوه

د میدان ورګو رسنیز دفتر وایي، چې د دغه ولایت په جلریز ولسوالۍ کې د اقراء پروژې په چوکاټ کې د ۶.۳ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل وشوه.

د دغه ولایت رسنیز دفتر نن یکشنبه (د زمري ۱۷مه نېټه) په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې یاد ښوونځۍ ۸ درسي او ۲ اداري خونو ترڅنګ ۵ تشنابونه او د څښاک اوبو یوه څاه هم لري، چې يه یوه وخت کې به ترې د ۳۶۰ کورنیو ماشومان کټه اخلي.

بلخوا د افغانستان د کلیو، بیا رغونې او پراختیا وزارت وايي، چې د میدان وردګ ولایت جلریز ولسوالۍ کې به د ولسي تړون ملي پروګرام تر چتر لاندې د اقراء برنامې په چوکاټ کې ۱۷ ښوونځیو ته ودانۍ جوړې شي، چې یو شمېر ودانۍ بشپړې شوې او پاتې نورې به په نږدې وخت کې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ؛ پوهان د ټولنیز عدالت تامین د پرمختګ او ثبات لامل ګڼي

  نن د فبرورۍ ۲۰مه ...