Home » سیمه او نړی » د ملګرو ملتونو د جوړېدو ۸۱ کاله پوره شول
د ملګرو ملتونو د جوړېدو ۸۱مې کلیزه

د ملګرو ملتونو د جوړېدو ۸۱ کاله پوره شول

نن (شنبه، د اکتوبر ۲۴مه) د ملګرو ملتونو د جوړېدو له ۸۱مې کلیزې سره سمون لري.
د ملګرو ملتونو سازمان د ۱۹۴۵ زېږدیز کال د اکتوبر په ۲۴مه، د دغه سازمان د منشور له نافذېدو وروسته په رسمي توګه جوړ شو.
ملګري ملتونه وایي، د دې ورځې نمانځل په نړيوواله کچه د یووالي، سولې او همکارۍ د پیاوړتیا او د دغه سازمان د منشور د موخو او اصولو د بیا تایید لپاره یو فرصت دی.
دغه سازمان ټینګار کوي چې د نړیوالو ننګونو د حل او د یوې ښې راتلونکې د جوړولو لپاره د هېوادونو ترمنځ ګډو هڅو او همکارۍ ته تر بل هر وخت ډېره اړتیا ده.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

قطر په افغانستان او نورو کړکېچنو هېوادونو کې د بشري مرستو پر دوام ټینګار کوي

د قطر د دولت د ...