په دایکندي ولایت کې ځایي سرچینې وايي چې د دې ولایت په پاتوی ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په ځوابي برید کې د طالبانو څلور تنه وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي
د دایکندي د والي ویاند عباس کامیار رسنیو ته دا خبر تایید کړی او ویلي چې وسله والو طالبانو تېره شپه شااوخوا ۸:۳۰دقیقې(سه شنبه د چنګاښ ۲۴) “بالا دشت سر تګاب”پاتوی ولسوالۍ کې د پاڅونکوونکو پر پوستې باندې برید کړی.
ښاغلي کامیار وویل چې د امنیتي ځواکونو او طالب جنګیالیو ترمنځ نښتې د شپې تر ۱۲ بجو پورې دوام درلود. د هغه په وینا ، د طالبانو برید د امنیتي ځواکونو له کلک مقاومت سره مخ شو.
نوموړي زیاته کړه : “په دې نښتو کې یو پاڅونکوونکی او یو ملکي وګړی هم ټپیان شوي دي. ښاغلي کامیار وویل سیمه اوس مهال د امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې ده.
طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دوه ورځې وړاندې،هم وسله والوطالب یاغیانو د پټو ولسوالۍ په بند زیارت کې د سیمه ییزو پولیسو پر پوستو برید وکړ. د برید په پایله کې ، څلور محلي پولیس سرتیري او 12 طالب جنګیالي وژل شوي او دوه نور سیمه ییز پولیس سرتیري ټپیان شوي دي.
دایکندي د افغانستان په ولایتونو کې یو خوندي ولایت ګڼل کیږي ، مګر د دې ولایت کجران او پاتوی ولسوالۍ د هلمند او ارزګان ولایتونو سره په ګډه پوله نا امنه دي. وسله وال طالب د دې ولسوالۍ په ځینو برخو کې فعال دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس