د امریکا د استازو جرګې د درېیم ځل لپاره پرېکړهلیک تصویب کړی چې له مخې یې د کانګرس له تایید پرته په ایران کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پوځي عملیاتو د دوام مخه نیول کېږي.
د معلوماتو له مخې، دغه پرېکړهلیک د ۲۲۰ موافقو او ۲۰۴ مخالفو رایو په ترلاسه کولو تصویب شو. د ټولو ډیموکراتانو ترڅنګ اوو جمهوريپالو استازو هم د پرېکړهلیک ملاتړ کړی دی.
اسوشیټیډ پرېس راپور ورکوي چې د امریکا د استازو جرګې له لوري تر دې مخکې په جون او جولای میاشتو کې هم ورته پرېکړهلیکونه تصویب شوي وو، خو هېڅ یو یې ولسمشر ته نه دی رسېدلی. په تېرو رایهاچونو کې څلورو جمهوريپالو د جګړې د درولو ملاتړ کړی و، خو د سېشنبې ورځې په رایهاچونه کې د دې شمېر اوو ته لوړ شو. په ملاتړ کوونکو جمهوريپالو کې د ایوا ایالت زکري نَن او ماریانټ میلر-میکس په شمول د جنوبي کارولینا متقاعدېدونکې استازې نانسي مېس هم شامله ده.
راپورونه زياتوي چې، د ایران جګړې د ټرمپ پر جمهوريپال ګوند، چې د استازو جرګه او سنا کنټرولوي، هم فشار راوړی دی. ټرمپ د خپلې دویمې دورې د بریا پر مهال ژمنه کړې وه چې امریکا به په بهرنیو جګړو کې نه ښکېلوي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس