Home » سیمه او نړی » د امریکا بهرنیو چارو وزارت: پر خبریالانو بریدونه د زغملو نه دي

د امریکا بهرنیو چارو وزارت: پر خبریالانو بریدونه د زغملو نه دي

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزات وايی په افغانستان کې پر رسنیو او خبریالانو حملې د زغملو نه دي او باید د دغو بریدونو مخنیوی وشي.

د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس دغه خبرې په واشنګټن کې په یوه کنفرانس کې وکړې.

نیډ پرایس دغه څرګندونې د خبریالانو د یوې پوښتنې په ځواب کې وکړې ، په ننګرهار کې د انعکاس تلویزیون د درې ښځینه کارکوونکو له وژلو وروسته  نیډ پرایس په واشنګټن کې وویل پر خبریالانو برید نشو زغملای.

پرایس خبریالانو ته وویل، د دغو حملو عاملان په دا ډول بریدونو سره غواړي افغانستان کې د بیان ازادي چې په تېرو شلو کلونو کې یې په ډېرو برخو کې وده کړې، زیندۍ کړي.

په ننګرهار کې د انعکاس تلویزیون د درې ښځینه کارکوونکو د وژلو پړه داعش یا اسلامي دولت ډلې ومانه.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...