د کرکټ د اتلانو جام لومړۍ سیالۍ به سبا چهارشنبه (فبرورۍ پر ۱۹مه) د پاکستان او نیوزلند ترمنځ ترسره شي.
د معلوماتو له مخې دواړو لوبډلو د یادې سیالۍ لپاره د بشپړ چمتوالي خبر ورکړی دی.
د اتلانو جام دویمه لوبه بیا د هند او بنګلهدېش ترمنځ ترسره کېږي چې یاده سیالۍ به راتلونکې پنجشنبه پیل شي.
د جام درېیمه لوبه بیا د افغانستان او جنوبي افریقا کرکټ لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي چې ګڼ شمېر مینوال ورته په تمه دي.
پاکستان ته د هند لوبډلې نه تګ له کبله دا لوبې په دوو ځایونو کې ترسره کېږي چې یو یې پاکستان او بل یې متحده عربي امارات دی.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس
