په داسې حال کې چې ګڼې افغان ښځې د اقتصادي فرصتونو له ستونزو سره مخ دي، خو په ورته مهال یو شمېر مېرمنو د خپلو هنري او مسلکي وړتیاوو په مټ کوچني کاروبارونه رامنځته کړي او هڅه کوي د خپلو تولیداتو له لارې د کورنۍ په اقتصاد کې ونډه واخلي. یو شمېر دغو ښځو د کوچنیو کاروبارونو په رامنځته کولو سره، د کورنیو محصولاتو د معرفي کولو ترڅنګ، نورو ښځو ته د زده کړې، کار او تجربو د لېږد زمینه هم برابره کړې ده.
د ښځو د هڅو او تجربو له مخې کوچني کاروبارونه یوازې د عاید سرچینه نه ده بلکې د ښځو د اقتصادي ځانبسیاینې لپاره هم مهمه وسیله ګڼل کېږي.
خو دا چې ښځینه متشبثو د خپلو فعالیتونو په بهیر کې کومې لاسته راوړنې درلودلې دي؟ نندارتونونو د هغوی د کاروبارونو په پراختیا کې څه رول لوبولی او دوی نورو ښځو ته کوم پیغامونه لري؟
دا هغه پوښتنې دي چې رویداد خبري اژانس په دغه راپور کې ورته ځواب موندلی او د هلمند، ننګرهار، کندهار او لغمان ولایتونو له یو شمېر ښځینه متشبثو سره یې د هغوی د تجربو، لاسته راوړنو او هیلو په اړه خبرې کړې دي.
نسرین حیدري، د هلمند ولایت متشبثه ده، چې له درېیو کلونو راهیسې د مربا، اچارو، لواشکو او کنجدو حلوا د تولید په برخه کې فعالیت کوي. د هغې په وینا، اوس له لسو څخه ډېرې ښځې ورسره کار کوي او له همدې لارې د خپلو کورنیو د لګښتونو په برابرولو کې ونډه اخلي. نوموړې وایي، نندارتونونه د محصولاتو د پلور، د نويو تجربو د ترلاسه کولو او په کار کې د نوښت رامنځته کولو لپاره مناسب فرصتونه برابروي.
نسرین حیدری له هلمند څخه وايي: «زه نسرین حیدري یم، د هلمند ولایت یم. زموږ خرڅلاو همدا مربا، اچار، د کنجدو حلوا او لواشک دي. همدا مو نندارتون ته راوړي او دلته مو نندارې ته اېښي دي. رښتیا هم ډېر خوشحاله یم چې موږ یې دې نندارتون ته راوبللو. درې، درې نیم کاله کېږي چې کار کوم او له موږ سره ۱۲ تر ۱۳ ښځې کار کوي، او د همدې لارې د خپل کور لګښتونه پوره کوي. کله چې تولیدات جوړوي او نندارتون ته یې راوړي، رښتیا هم ډېرې مثبتې پایلې لري، ځکه ټول تولیدات یې پلورل کېږي، له ډېرو نورو شیانو څخه هم مالومات ترلاسه کوي، نوي شیان زده کوي او نوښت کوي، چې رښتیا هم خرڅلاو یې ډېر ښه وي.»
د هلمند ترڅنګ، په کندهار ولایت کې هم ښځینه متشبثو د خپلو تولیداتو د پراختیا او بازارموندنې لپاره هڅې کړې دي. د دغو متشبثو له ډلې څخه نفیسه هغه متشبثه ده چې د خپلو تولیداتو د پراختیا ترڅنګ یې د نورو نجونو د روزنې او د خپلو تجربو د شریکولو لپاره فرصت برابر کړی.
نفیسه کندهار څخه وايي: «زه نفیسه یمه د کندهار ولايت د عينو مينې راغلې يمه، محصولات مې دغه اچار او مربا او د انارو رب دی مربا ده او دا شيان مې راوړي دي او دا محصولات دي. څلور کاله کيږي چې ما دا کاروبار شروع کړی دی، هلته په کندهار کې دوکانو ته ورکوو، لبنياتو ته يې ورکوو او هلته وړو خرڅوو، قراردادونه لرو دوکاندارانو سره. نندارتونونه ډيره فايده راته کوي په دې چې موږ قراردادونه کولی شو يو د بل سره وپيژنو بيخي ډېره فايده کوي موږ ته دا.»
د ښځینه متشبثو تجربې ښيي چې، د اقتصادي فعالیتونو دوام تل اسانه نه وي او له بېلابېلو ستونزو او محدودیتونو سره مل وي. خو بیا هم ډېرې ښځې هڅه کوي چې د خپلو وړتیاوو په کارولو سره ځان ته د عاید سرچینه برابره کړي. په همدې لړ کې، فاطمه اکبري د کندهار ولایت یوه متشبثه ده چې د اچارو او مربا د تولید په برخه کې فعالیت کوي او د شته ستونزو او محدودیتونو سره سره خپل کاروبار ته دوام ورکوي او هڅه کوي په خپلو پښو ودرېږي.
فاطمه اکبري له کندهار څخه وايي: «ستونزې خو ډېرې دي او مشکلاتونه هم ډېر دي خو بيا هم کوو يې پر خپلو پښو ځان دروو. نندارتونونه ډېر ګټور دي، چې يو قرار داد مو په لاس راسي نو تجارت پېشو سره موږ معرفي کيږو يو د بل سره نو فروشات مو ډېريږي.»
په ورته مهال ډېری ښځینه متشبثې هڅه کوي څو خپل تولیدات لا پراخ کړي او د بازار موندنې لپاره نوې لارې ومومي. معصومه زیارمل، چې کلونه وړاندې یې خپل فعالیت له محدودو امکاناتو سره پیل کړی و، اوس د کرنیزو محصولاتو د پروسس په برخه کې، د انارو د روب، مربا او چکني په تولید بوخته ده او په کندهار کې د ورته نندارتونونو د جوړېدو غوښتنه.
معصومه زیارمل له قندهار څخه وايي: « موږ غواړو سل فيصده په کندهار کې هم ځکه تېر وار هم چې زه راغلې ومه دا پېشنهاد وکړ کې کندهار کې هم باید نندارتونونه وړاندې شي ، د کندهار تولید خلک وګوري او راسي او به نږدې څخه يې ليدنه وشي خو فعلا تر دا اوسه چا داسې اقدام ندی ښکاره کړی چې کندهار هم نندارتون وړاندې کړي. ځکه هغه شي چې موږ جوړو يا هغه توليد چې موږ وړاندې کوو په هغه کې چې کوم مودا ورلويېږي يا کوم مواد کډوو هغه نارينه دومره ندي خبر ورباندې ، ځکه چې موږ خپله زنانه خبر يو.»
د ښځو د هڅو او زیار په پایله کې، اوس مهال ډېرې متشبثې د دې توان لري چې خپل کاروبار پر مخ یوسي او د کورنۍ لپاره د عاید سرچینه برابره کړي، چې دا چاره د ښځو د مالي خپلواکۍ لپاره مهم ګام بلل کېږي.
په همدې لړ کې، له ننګرهار څخه متشبثه عثمانیه باور لري چې د ښځو لپاره د کار فرصتونو پراخېدل کولای شي هغوی له اقتصادي ټړلتيا خلاصې کړي او ګام په ګام ځانبسیاینې ته نږدې کړي.
عثمانیه له ننگرهار څخه وايي: «د ښځو لپاره چې هر څومره د کار زمینه برابره شي ښه دی چې ښځې خپله په مخه لاړې شي څه به نارينه ته گوري او ټول عمر به د نارنينه منت داره وي چې له دې موږ خلاص شو او به موږ سره له کمک وشو. غوښتنه مې داده چې موږ سره کومکونه وشي چې کاروبار مې پراخ شي باغچې مو غټې شي، لکه ما چې په کار شروع وکړه په مخه لاړمه داسې زموږ په وطن کې ډير غريب دي.»
په افغاني ټولنه کې لا هم د ډېری ښځو مهارتونه او وړتیاوې د کورونو تر دیوالونو محدود پاتې دي. متشبثې ښځې باور لري چې ښځې د دغو مهارتونو په کارولو سره اقتصادي ځان بسیاینې ته رسېدای شي او د ټولنې په پرمختګ کې هم اغېزمنه ونډه اخیستلای شي.
شهزادګۍ حلیمي چې خپل توليدات له لغمان څخه د کابل نندارتون ته راوړي له ښځو او نجونو غواړي چې پر خپلو وړتیاوو باور ولري او د خپلو هنرونو او مهارتونو د عملي کولو لپاره له شته فرصتونو ګټه واخلي.
هغه وايي: «زما خصوصا هغو خويندو ته دا پيغام دی، چې هغوی خپل ځان سره په دې پوهيږي چې موږ هنر يا مهارت ځان سره لرو او بيا هم ارامه پاتې دي نو همغوی ته مې دا خاص پيغام دی چې تاسې راووځئ په قوي ارادې سره خپل مهارت او هنر ښکاره کړئ چې تر څو پورې تاسې خپل ځان ته او خپل هېواد ته او خپلې ټولنې ته ګټور ثابت شئ او خپل اقتصاد په پښو ودروئ.»
د رويداد خبري اژانس موندنې ښيي چې، سره له دې چې افغان ښځې د اقتصادي فرصتونو او بېلابېلو محدودیتونو له ننګونو سره مخ دي، خو بیا هم یو شمېر متشبثې مېرمنې توانېدلې چې د خپلو مهارتونو او هڅو په مټ کوچني کاروبارونه رامنځته او پراخ کړي. د هغوی تجربې څرګندوي چې نندارتونونه د بازارموندنې، د نویو اړیکو د جوړېدو او د تولید د معرفي کولو لپاره مهم فرصتونه برابروي. دغه راپور دا هم په ډاګه کوي چې د ښځو اقتصادي فعالیتونه نه یوازې د کورنیو د عاید په زیاتوالي کې مرسته کوي، بلکې د ښځو د ځانبسیاینې، ټولنیز مشارکت او اقتصادي پیاوړتیا لپاره هم اغېزمن رول لري.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس