تاجکستان په رسمي توګه د جرمونو نړیوالې محکمې د روم له اساسنامې څخه د وتلو پرېکړه کړې او په دې اړه یې ملګرو ملتونو ته رسمي خبرتیا لېږلې ده.
د ملګرو ملتونو د رسمي معلوماتو له مخې، دغه خبرتیا د ۲۰۲۶ کال د نومبر په ۲۰مه ثبت شوې او د روم د اساسنامې د ۱۲۷مې مادې له مخې به د تاجکستان وتل یو کال وروسته، د ۲۰۲۷ کال د نومبر په ۲۰مه، په رسمي توګه عملي شي.
د روسي رسنیو د راپورونو له مخې، ملګرو ملتونو دا خبرتیا تاجکستان ته د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د سفر پر مهال ترلاسه کړې ده.
د راپورونو له مخې، د تاجکستان چارواکو تر دې وړاندې د جرمونو نړیوالې محکمې د فعالیتونو سیاسي کېدل له دغه بنسټ څخه د خپل هېواد د وتلو اصلي لامل بللی و.
بلخوا، اروپايي ټولنې تاجکستان ته د ولادیمیر پوتین د سفر کوربهتوب د خواشینۍ وړ بللی دی؛ ځکه د جرمونو نړیوالې محکمې د اوکراین د جګړې په تړاو د پوتین د نیولو حکم صادر کړی دی.
فتانه کمال
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس