د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت مکې مکرمې ته څېرمه د «ډرون برید د ترسره کولو د هڅې» په اړه د راپورونو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې ده.
د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت د «حرمینو شریفینو» پر وړاندې هر ډول اقدام، چې «د دغو سپېڅلو ځایونو امنیت او حرمت له ګواښ سره مخ کړي، نه بښونکی جنایت» ګڼي او په کلکه یې غندي.
دا په داسې حال کې ده چې د سعودي عربستان په مشرۍ د پوځي ائتلاف ویاند، چې په یمن کې له حوثیانو سره جګړه کوي، ویلي چې د سعودي هوايي دفاع سیستم د سې شنبې په ورځ د مکې مکرمې په جنوب کې د حوثیانو یو ډرون، له ممنوعه هوايي حریم ته تر ننوتلو وړاندې، کشف او له منځه وړی دی.
د دغه ائتلاف ویاند ترکی المالکي د چهارشنبې په سهار هم ویلي چې د اسلام د دوو سپېڅلو ځایونو او د زیارت کوونکو امنیت د دوی لپاره «سره کرښه» ده. هغه زیاته کړې چې ائتلاف به د حوثیانو پر وړاندې د مخنیوي لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس