Home » سیمه او نړی » ایناسیو لولا د برازیل د ولسمشرۍ څلورمه دوره وګټله
برازیل

ایناسیو لولا د برازیل د ولسمشرۍ څلورمه دوره وګټله

د برازیل ولسمشر لوئیز ایناسیو لولا دا سیلوا د اکتوبر په ۲۵مه د ولسمشرۍ په ټاکنو کې خپل ښي اړخي سیال فلاویو بولسونارو ته ماتې ورکړه او د ولسمشرۍ څلورمه دوره یې وګټله.

د رویټرز د راپور له مخې، لولا د رایو د شمېرنې په بهیر کې ۵۱.۷۵ سلنه او بولسونارو ۴۸.۲۵ سلنه رایې ترلاسه کړې. په دې سره، لولا په تاریخي ډول د برازیل لومړنی ولسمشر شو چې د څلورم ځل لپاره ولسمشرۍ ته ورسېد.

د راپور له مخې، لولا له بریا وروسته د برازیل له ځوانانو مننه کړې چې د ښي اړخي سیال په ماتولو کې یې ورسره مرسته کړې ده.
په ورته مهال فلاویو بولسونارو د همدې ټاکنو ښي اړخی سيال، د ماتې له منلو ډډه کړې او ویلي یې دي چې د ټاکنو د پایلو د لغوه کولو هڅه به وکړي. هغه د رایې ورکولو د وخت د غځولو په اړه اعتراض کړی؛ خو د راپورونو له مخې، د ټاکنو د پایلو د لغوه کېدو احتمال کم بلل شوی دی.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ایران کې د ټرافیکي پېښې له امله ۹ افغان کډوالو ژوند بایللی

د ايران ایرنا خبري اژانس ...