Home » افغانستان » امنیتي چارواکي: هلمند کې ۴۶ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

امنیتي چارواکي: هلمند کې ۴۶ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د افغانستان ملي دفاع وزارت نن ( د مرغومې ۵ مه ) په یوه اعلامیه کې ویلي چې تېره ورځ طالبانو د هلمند ولایت ناوې ولسوالۍ خسرآباد، سرخدوز او خلجي اړوند سیمو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو د برید په موخه راټول شوي و.

په اعلامیه کې راغلي چې د امنیتي ځواکونو د هوايي قواو په ملاتړ دغه ډله په نښه او له منځه یوړل شوه، په برید کې ۳۳ وسلوال طالبان ووژل شول او ۱۳ نور ټپیان شول.

همدازا په علامیه کې ویل شوي چې د يادو بريدونو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو د ګڼ شمېر مهماتو په ګډون، لسګونه ميله سپکې او درنې وسلې او  زيات شمېر پټنځايونه هم له منځه وړل شوې.

دفاع وزارت وايي په یادو سیمو کې د ځواکونو له لوري تصفیوي عملیات روان دي او ډېر ژر به یاده سیمه له وسلوالو پاکه شي.

د دې برید په اړه وسلوالو طالبانو تر اوسه څه نه دي ویلي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...