د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د دې سازمان د عمومي اسمبلۍ د پنځمې کمېټې په غونډه کې، چې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو اداري او بودجوي چارو ته ځانګړې شوې وه، د ۲۰۲۷ کال لپاره د ۳.۳ میلیارد ډالرو بودجې وړاندیز وړاندې کړی دی.
ګوترېش د یادې بودجې په طرحه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) د ۶۰ بستونو د کمولو وړاندیز هم کړی دی. دا وړاندیز د ملګرو ملتونو د لګښتونو د کمولو او د اداري چارو د اغېزمن مدیریت په موخه شوی دی.
نوموړي همداراز د افغانستان په اړه د خپلواک څېړنیز میکانېزم د فعالیتونو د پراختیا او عملیاتي اړتیاوو د پوره کولو لپاره د ۳.۲ میلیونه ډالرو اضافي بودجې غوښتنه کړې ده.
د معلوماتو له مخې دغه وړاندیزونه د ۲۰۲۷ کال د بودجې د طرحې برخه ده او وروستۍ پرېکړه به یې د ملګرو ملتونو د بودجې د تصویب په بهیر کې کېږي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس