د نیوزیلېنډ کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر کین ویلیمسن د ټپ له کبله د انګلستان پر وړاندې د دویمې ټېسټ سیالۍ څخه بهر شو.
د معلوماتو له مخې، د کین ویلیمسن څنګل خوږ شوې ده، نو له دې کبله به هغه ونه شي کولای چې د انګلستان پر وړاندې په دویمه ټېسټ سیالۍ کې د خپلې لوبډلې مشري وکړي.
د کین ویلیمسن پر ځای ټام لاتم د نیوزیلېنډ کپتان ټاکل شوی دی، چې په دویمه ټېسټ لوبه کې به د نیوزیلېنډ لوبډلې مشري وکړي.
د نیوزیلېنډ کرکټ بورډ هیله څرګنده کړې ده، چې د ای سي سي ټېسټ نړیوالې اتلولۍ پایلوبې ته به کین ویلیمسن بېرته رغېدلی وي.
انګلستان او نیوزیلېنډ تر دې مخکې لومړۍ ټېسټ لوبه ترسره کړه، چې د دواړو لوبډلو ترمنځ یاده لوبه بې پایلې پای ته ورسېده، د نیوزیلېنډ دیون کانوی بیا په لومړۍ لوبه کې غبرګه سلیزه ووهله او د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه یې هم واخیسته.
د یادولو وړ ده چې د انګلستان سره تر سیالیو وروسته به نیوزیلېنډ د هند سره د ای سي سي ټېسټ نړیوالې اتلولۍ پایلوبه په انګلستان کې ترسره کوي، چې دا لوبه به د جون په ۱۸مه نېټه پیل شي.