Home » افغانستان » کونړ کې د داعش۱۰جنګیالیو په ګډون ۱۵ وسله وال دولت ته تسلیم شوي
رویداد خبري آژانس

کونړ کې د داعش۱۰جنګیالیو په ګډون ۱۵ وسله وال دولت ته تسلیم شوي


د کونړ ولایت چارواکي وایي، چې د ملي امنیت ادارې په هڅو د داعش ۱۰ جنګیالیو په ګډون ۱۵ وسله والو طالبانو پنځلس کسیزې ډلې د تاوتریخوالي لاس اخیستی او افغان دولت ته تسلیم شوي دي.


د کونړ والي محمد اقبال سعید وایي، یادو وسله والو په څوکۍ، وټه پور او پېج درې ولسوالیو کې د دولت ضد فعالیتونه ترسره کول، چې په یوځای کېدو سره به یې د یادو  سیمو په امنیت کې بهبود رامنځته شي.


نوموړي وویل، هڅې دوام لري او نږدې ورځو کې به د وسله والو بله ډله هم د سولې له بهیر سره یوځای شي.


د کونړ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغو وسله والو ډلګیو  قومندانانو مهتاب او فاروق د څرګندونو په مهال په تیرو کړنو د پښېمانۍ ښودلو ترڅنګ په خپلو نورو ملګرو هم غږ وکړ، چې د تاوتریخوالي لاس واخلي او د سوله ییز ژوند په غوره کولو د ټولنې پرمختګ لپاره هڅې وکړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...