Home » افغانستان » کورنیو چارو وزارت:تیرو دوو اوونیو کې طالبانو ۲۱۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې
رویداد خبري آژانس

کورنیو چارو وزارت:تیرو دوو اوونیو کې طالبانو ۲۱۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، طالبانو په تېرو دوو اوونیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۶۵۰ یرغلیز بریدونه کړي کړي دي.

د یاد وزارت ویاند طارق ارین ویلي، یادې ډلې دغه راز په همدې موده کې ۸۶ ماینونو ته په چاودنې ورکولو سره ۲۱۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

ارین زیاته کړې، د افغان ځواکونو په متقابلو بریدونو کې هم طالب وسله‌والو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو نوموړي افغان ځواکونو او طالبانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې کره شمېره نه ده په ډاګه کړې. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ناروې د کډوالو شورا: له جګړو بیځایه شوي افغانان بیړنیو مرستو ته ضرورت لري

د ناروې د کډوالو شورا ...