د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، طالبانو په تېرو دوو اوونیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۶۵۰ یرغلیز بریدونه کړي کړي دي.
د یاد وزارت ویاند طارق ارین ویلي، یادې ډلې دغه راز په همدې موده کې ۸۶ ماینونو ته په چاودنې ورکولو سره ۲۱۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
ارین زیاته کړې، د افغان ځواکونو په متقابلو بریدونو کې هم طالب وسلهوالو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
خو نوموړي افغان ځواکونو او طالبانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې کره شمېره نه ده په ډاګه کړې. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس