Home » افغانستان » کریم خلیلي په پاکستان کې له عمران خان سره د افغان سولې پر پروسې خبرې کړي
رویداد خبري آژانس

کریم خلیلي په پاکستان کې له عمران خان سره د افغان سولې پر پروسې خبرې کړي

د وحدت اسلامي حزب مشر محمد کریم خلیلي پاکستان ته په دوه ورځني سفر کې تېر ماښام له لومړي وزیر عمران خان سره کتلي دي.

د پاکستان د لومړي وزیر له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دواړو لورو د افغانستان د سولې پروسې او د دواړو هېوادونو پر دوه اړخیزو اړیکو بحثونه کړي دي.

خبرپاڼه لیکي، د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د خپلو خبرو پر مهال وویل، هېواد یې له افغانستان سره د دوه اړخیزو اړیکو ، سوداګریز، اقتصادي، د ملت او ملت ترمنځ اړیکو ته ژمن دی.

لومړي وزیر عمران یو ځل بیا ټینګار کړی چې د افغانستان د ستونزې د حل لپاره باید له نظامي لارې کار وا نه خیستل شي او په خبرو هرڅه باید د خبرو اترو له لارې حل شي.

عمران دغه راز په دې کتنه د افغان سولې له پروسې ملاتړ وکړ او زیاته یې کړه، بین الافغاني مذاکرات باید په صبر سره وڅارل شي ترڅو یوې پایلې ته ورسېږي.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان دغه راز د افغانستان په جکړه کې له دواړو خواوو وغوښتل چې تاوتریخوالی کم کړي او پر اوربند یې ټينګار وکړ.

د اسلامي وحدت ګوند مشر کریم خلیلي د دوشنبې په ورځ پاکستان ته په دوه ورځني سفر لاړ او تراوسه یې هلته د پاکستان د پوځ له مشر باجوه، بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي او د پارلمان له رییس اسد قیصر سره کتلي دي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم د افغان حکومت لوړ پوړې چارواکي او جهادي مشران پاکستان ته په رسمي بلنه تللي وو.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...