Home » افغانستان » کریستوفر مېلر:ټول امریکایي ځواکونه په مې میاشت کې له افغانستان وځي
رویداد خبري آژانس

کریستوفر مېلر:ټول امریکایي ځواکونه په مې میاشت کې له افغانستان وځي

د امریکا د ملي دفاع سرپرست وزیر، کریستوفر مېلر وایي غواړي افغانستان کې ټول میشت امریکایي ځواکونو د ۲۰۲۱ کال په مې میاشت کې خپل هیواد ته واستوي.

کریستوفر میلر د تیرې سه شنبې په ورځ یې د کابل سویل کې د (مورهید) کمپ کې خپلو ځواکونو سره لیدنه کې ویلي د دوی ځانګړي عملیاتي ځواکونه به د وتلو تر وخت پورې القاعده ډلې سره مبارزې او افغان ځواکونو روزنې ته دوام ورکوي.

میلر وایي د امریکا ځانګړي عملیاتي ځواکونه لومړنۍ ډله وه چې په ۲۰۰۱ کال کې افغانستان ته راغله او دوی به له دغه هیواده وروستۍ وتونکې ډله هم وي.

هغه ویلي افغان امنیتي ځواکونو اوس ښې وړتیاوې پیدا کړي او امریکايي ځواکونه هم د اړتیا پرمهال کولی شي طالبان وځپي.

د راتلونکي کال مې میاشت کې له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو وتل، هغه دي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ تړون کې پرې ټينګار شوی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...