Home » سپورټ » کرکټ؛افغان لوبډلې ایرلنډ ته د ۲۸۸ منډو هدف وټاکه
رویداد خبري آژانس

کرکټ؛افغان لوبډلې ایرلنډ ته د ۲۸۸ منډو هدف وټاکه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې له ایرلنډ سره نننۍ لوبه کې ښه بیټینګ یا توپ وهنه وکړه او سیالې لوبډلې ته یې د ۲۸۸ منډو هدف وټاکه.

دا د دواړو ټیمونو ترمنځ د پلان شوېو درېیو پنځوس اورېزو لوبو لومړنۍ سیالۍ ده چې نن پنجشنبه (د سلواغې ۲مه) په اماراتو کې ترسره کېږي.

د افغانستان د پيل یوه لوبغاړي رحمان الله ګربز ۱۲۷ منډې او همدارنګه راشد خان بیا ۵۳ منډې وکړې.

وروسته به معلومه شي چې د ایرلنډ لوبډله به دغه هدف پوره کړي او که به افغان لوبډلې ته لومړنۍ ماته مني؟

د دغو دواړو ټیمونو ترمنځ دوهمه او درېیمه سیالۍ د جنورۍ په ۲۴مه او ۲۶مه نېټه کېږي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...