Home » سپورټ » کرکټ؛ هند لوبډلې انګلستان ته په دوهمه شل اوریزه لوبه کې ماتې ورکړه
رویداد خبري آژانس

کرکټ؛ هند لوبډلې انګلستان ته په دوهمه شل اوریزه لوبه کې ماتې ورکړه

د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې پرون یکشنبې په ورځ (د کب ۲۴مه نېټه) په دوهمه شل اووريزه لوبه کې انګلستان ته ماته ورکړه.

د پنځه شل اووريزو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه انګلستان ګټلې وه خو دويمه لوبه کې هندوستان بيرته ترې خپل غچ واخيستی.

په دويمه شل اووريزه لوبه کې ويرات کوهلي يوځل بيا ښه لوبه وکړه ،ايشان کيشن د نړيوال کريکټ ښه پيل وکړ خو سرياکمار ياداو ته په خپلې لومړنۍ نړيوالي شل اووريزي لوبې کې د توپوهنې نوبت ونه رسېدی.

د لوبې پچه هندوستان وګټله او انګلستان ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه چې په پوره شل اوورونو کې يې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۴ منډي وکړې.

جيسن رای ۴۶،ايون مورګن ۲۸ ،ډېويډملان او جوني بيرسټو هر يوه ۲۴ منډې وکړې.

د هندوستان لپاره په توپ اچوونه کې واشنټن سندر او شردل ټاکر دوې دوې ويکټې ،همدارنګه بونيشور کمار او يوزويندرا چاهال يوه يوه ويکټه واخيسته.

د ۱۶۵ منډو هدف په تعقيب که څه هم لوکېش راهول په صفر وسوځېدی خو د ويرات کهولي د ۷۳، د ايشان کيشن د ۵۶ او ريشب پنت د ۲۶ منډو په ترسره کولو هندۍ لوبډلې په ۷ ويکټو انګلستان کريکټ لوبډلې ته ماته ورکړه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جائزه ايشان کيشن ته ورکړل سوه.

د سيريز درېيمه لوبه سبا سه شنبه ماښام ترسره کېږي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...