Home » سیمه او نړی » کرونا وېروس؛ټوله فرانسه پوره یوه میاشت کرنټین کېږي
رویداد خبري آژانس

کرونا وېروس؛ټوله فرانسه پوره یوه میاشت کرنټین کېږي

په فرانسه کې د کرونا ویروس مرګونې څپه پيل شوې چې ددغه هېواد چارواکي یې اندېښمن کړي دي.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون تېره شپه ناوخته په یوه تلویزیوني وینا کې ویلي دي چې د کرونا دویمه څپه به په فرانسه کې تر لومړۍ هغې ډېره مرګونې او خطرناکه وي.

دده په خبره ښایي زرګونه کسان په دویمه څپه کې اغېزمن شي.

ایمانویل مکرون ویلي دوی بله هېڅ چاره نه لري او اړ دي چې په فرانسه کې د پوره یوې میاشتې لپاره کرنټین وضع کړي.

په دې پلان کې به په فرانسه کې پر کاروبارونو او تګ راتګ بندیزونه لګول کېږي او ښایي تر یوې میاشتې وروسته که وضعیت کړکېچن وي بیا هم بندیزونه وغځول شي.

فرانسه داسې مهال په دغه اقدام لاس پورې کوي چې د اروپا ډېری هېوادونه د کرونا دویمې څپې سخت ځپلي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان وایي وبا مخ پر ځوړ نه بلکې مخ په پراختیا ده.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...