Home » اقتصادی » کرنې وزارت: په فراه کې ۲۹۰ شنې خونې جوړې شوي
رویداد خبري آژانس

کرنې وزارت: په فراه کې ۲۹۰ شنې خونې جوړې شوي

د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژه فراه کې ۲۹۰ شنې خونې جوړې کړي دي

د افغانستان دکرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت وایي، په تېرو دریو کلونو کې د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژې « CBARD» له لارې په فراه ولایت کې ۲۹۰ وړې او لویې شنې خونې جوړې کړي دي.

د کرنې وزارت وایي، ددغو شنوخونو له ډلې ۱۸۱ یې لویې او ۱۰۹ یې وړې شنې خونې دي.

رویداد خبري آژانس

د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژه د کرنې وزارت د هغو پروژو په ډله کې ده، چې په هېواد کې د کوکنارو د کرکېلي د کچې ټیټولو او د لوړ ارزښت لرونکو کرنیزو توکو دودولو په برخه کې فعالیت کوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...