د افغانستان د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په بغلان ولایت کې د بڼوالۍ ملي پروژې له خوا نږدې ۲ زره جریبه بڼونه د جوړېدو خبر ورکړی دی.
د کرنې وزارت وایي د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې «NHLP» له لارې روان کال بغلان کې یوزر او ۹۶۷ جریبه د مېوو نوي بڼونه جوړ شوي دي.
یاد وزارت ویلي په دغو بڼونوکې چې د بادامو، زردالو، مڼو، ناکو، شفتالو، املکو، ګیلاس، انګور، چهارمغزو او دغه راز د انارو او توتو ننداریزې بڼونه شامل دي، د مرکزي بغلان، دوشي، خنجان، پلخمري، تاله او برفک، نهرین، برکه، جلکه، بنو، ده صلاح، پل حصار، خوست فرنګ او ګذرګاه نور ولسوالیو کې بڼوالو په ۵۰ سلنې ونډې جوړې شوي دي.