د پروان ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست وایي، چې د روان کال په ترڅ کې د دغه ولایت د مرکز په ګډون د بګرام او جبل السراج په ولسوالیو کې د ۱۷ میلیونه او ۳۷۳ زره او ۱۳۹ افغانیو په لګښت د سویابینو یو زر او ۶۰۰ ننداریزې کروندې جوړې شوې دي.

د دغه ولایت د کرنې ریاست وایي چې یادې ننداریزې کروندې په دغه ولایت کې د سویابینو د کرکیلې د پراختیا او دودولو په پار د «ANHDO» پروژې له خوا جوړې شوې دي.
دغه راز د غنمو د اصلاح شویو غنمو ته د لاسرسي په موخه د ۱۳۵ زره افغانیو په لګښت بزګرانو ته د غنمو ۲۱ ننداریزې کروندې او د زعفرانو پنځه ننداریزې کروندې هم جوړې شوې دي.
د پروان د کرنې ریاست چارواکي زیاتوي چې په دغه ولایت کې د کرکیلې د پراختیا په موخه نور پروګرامونه هم لري، چې د نوي کال له پیل سم به یې عملي چارې پیل شي.