Home » اقتصادی » کابینې د راتلونکې کال د بودیجې دویمه مسوده هم تایید کړې
رویداد خبري آژانس

کابینې د راتلونکې کال د بودیجې دویمه مسوده هم تایید کړې

د ولسمشرۍ ماڼۍ له مطبوعاتي دفتره په خپره کړې اعلامیه کې راغلي چې د ولسمشر غني په مشرۍ پرون دوشنبې جنورۍ ۱۱ (مرغومي۲۲) د کابینې غونډه شوې ده او په هغه کې د راتلونکي کال د بودیجې دویمه مسوده هم تایید شوې ده.

څو ورځې وړاندې د ولسي جرګې غړو د حکومت له لوري له وړاندیز شوې بودیجې سره مخالفت ښودلی دی او هغه یې غیر عادلانه بللې وه.

د ولسې جرګې غړو همدا راز په نوې بودیجه کې د ښوونکو او سرتېرو د معاشونو لوړولو غوښتنه کړې ده.

ولسمشر غني تېره ورځ د کابینې په غونډه کې سپارښتنه کړې چې مالیې وزارت باید د بودیجې نورې مرحلې مخ ته یوسي.

د کابینې په دې غونډه کې په هېواد کې پر روان وضعیت، سولې، بین الافغاني مذاکراتو او نورو مواردو هم بحثونه شوي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...