د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د ځمکې لاندې سوداګریز مارکیټ جوړولو طرحه د پانګونې بینالوزارتي کمېټې په نوبتي غونډه کې و ارزول شوه.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت نن چهارشنبې په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې مارکیټ طرحه د سپاهي ګمنام له څلورلارې څخه د میوند جادې او له هغه ځایه د پل یکپیسهګي تر سیمې پورې غځېږي.
د خبرپاڼې له مخې، په غونډه کې اړوندې کمېټې ته سپارښتنه شوې، چې د یادې پروژې ټولنیزې او ټرافیکي ارزونې ژر بشپړې کړي او پایلې یې د پانګونې بینالوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.
همداراز په همدې غونډه کې د خصوصي سکتور له لوري د فاسفیټ، مسو او جستو د اکتشاف، استخراج او پروسس په برخو کې د پانګونې په طرحه هم بحث شوې.د معلوماتو پر بنسټ، تر اوسه د دغو دوو طرحو د عملي کېدو په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده اعلان شوې او په خبرپاڼه کې یې د پلي کېدو د احتمالي مهالوېش په اړه هم څه نه دي ویل شوي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس