د افغان ولسمشر د لومړي مرستیال دفتر د ملي امینت ځواکونو له لوري په کابل کې د داعش ډلې د مشر د نیولو خبر ورکوي.
د امرالله صالح دفتر په یوه خبرپاڼه کې چې نن شنبه (د وري ۲۱مه نېټه) خپره شوه ویلي دي چې غلام ناصر الخراساني په کابل کې ښار کې په لسګونه تروریستي حملو، وژنو او اختطافونو کې لاس درلود.
په خبرپاڼه کې نوموړی د داعشي طالبانو د تروریستي ډلې مشر بلل شوی.
د خبرپاڼې له مخې الخراساني د کابل له لویدیځ څخه د یوه ۱۴ کلن هلک په تښتولو کې هم لاس درلود.