Home » سیمه او نړی » ښایي کرونا وبا تر راتلونکو دوو کلونو پاتې ويد روغتیا نړیوال سازمان وایي
رویداد خبري آژانس

ښایي کرونا وبا تر راتلونکو دوو کلونو پاتې ويد روغتیا نړیوال سازمان وایي

، ښایي کرونا وبا تر راتلونکو دوو کلونو پاتې او وروسته خپله لمن له نړۍ ورټوله کړي. د یاد سازمان رییس تدروس ادهانوم زیاته کړې، که څه هم د نړۍ اوسنۍ پراخې اړیکې به د یادې وبا د ډېر خپریدو لامل شي خو په وینا یې دوی د دغې وبا پراختیا مخنیوي لپاره اړین اقدامات تر لاس لاندې لري.

ادهانوم په ۱۹۱۸ میلادي کال کې په اسپانیا کې د زوکام ناروغۍ خپرېدو ته په اشارې ویلي چې اسپانیا کې خپاره شوي زوکام دوه کاله وخت ونیو څو له منځه لاړ شي خو په خبره یې، اوسنیو امکاناتو ته په کتو انسانان د دې جوګه دي چې کرونا وبا ته تر وخت مخکې هم ماتې ورکړي.

روغتیا سازمان وایي چې په سمه توګه د روغتیایي سپارښتنو عملي کېدل هم کولی شي د کرونا وبا عمر کم کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...