د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلې تازه وینا کې یوځل بیا ټینګار وکړ چې په ټاکنو کې له ده سره درغلي روانه ده، که نه نو د ده په وینا، که قانوني رای وشمېرل شي، نو وايي، چې ګټونکی دی.
ټرمپ په یو خبري کنفرانس کې وویل چې د ټاکنو پروسه منصفانه نه ده.
د ټرمپ ټاکنیز ټیم غواړي چې په څو ایالتونو کې د رایو د شمېرلو بهیر ودرول شي.
ډونالډ ټرمپ په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې هره قانوني رایه باید وشمېرل شي.
هغه د پنسلوانیا د ټاکنو په کارکوونکو تور ولګاوه چې څارونکي یې د شمېرلو له بهیره لرې ساتلي دي.
خو د ټرمپ سیال جو بایډن هم د ټاکنو په اړه لنډه وینا کې ویلي، چې په خپلې کامیابۍ باندې یقیني دی، نوموړی وايي چې خلک باید صبر وکړي او رايي باید وشمېرل شي.