د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې د نوومبر د درېیمې نېټې په انتخاباتو کې یې د بریالیتوب ناسمه ادعا کړې ده، خبرداری ورکړ چې د ده سیال جوبایډن باید د کامیابی خبره ونهکړي.
د ډیموکراتانو کاندید جوبایډن د جمهوري غوښتونکو تر کاندید ډونالډ ټرمپ څخه د پنسلوانیا، ارازونا، جورجیا او نوادا په ایالتونو کې لږ مخکې شوی دی، خو په دې ایالتونو کې چې ګټونکی یې ولسمشرۍ ته رسېږي، لا هم د رأیو شمېرنه نه ده بشپړه شوې.