Home » افغانستان » ډاکټر نعیم:مذاکراتو لپاره اجنډا لرو چې په هغه کې د راتلونکې نظام جوړښت هم شامل دی
رویداد خبري آژانس

ډاکټر نعیم:مذاکراتو لپاره اجنډا لرو چې په هغه کې د راتلونکې نظام جوړښت هم شامل دی

د طالبانو مذاکراتي ټیم وایي چې د حکومت پر جوړښت یې بحثونه په اجنډا کې شامل دي.

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند ډاکټر نعیم له طلوع نیوز سره په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي دي، دوی ددې غوښتونکي دي چې په افغانستان کې روانې خونړۍ جګړې پای ته ورسېږي.

دده په خبره دوی له ځان سره د مذاکراتو لپاره اجنډا لري چې په هغه کې د راتلونکي نظام جوړښت هم شامل دی.

ډاکټر نعیم وایي چې د نظام پر جوړښت به بحثونه کوي او دوی په هېواد کې د یوه رښتیني اسلامي نظام د جوړولو غوښتونکي دي.

نوموړي همدا راز زیاته کړې چې پر اوربند هم بحثونو ته تیار دي خو تر هر څه وړاندې باید هغه خنډونه له منځه یوړل شي چې د اوربند د تامین او سولې د راتګ په لار کې یې خنډونه جوړ کړي دي.

دده په خبره طالبانو په تاوتریخوالي کې پوره کموالی راوستی دی خو حکومت تهاجمي بریدونو ته ادامه ورکړې ده.

نوموړي همدا راز د سولې په روانو خبرو کې وضعیت هیله بښونکی بللی او تمه یې ښودلې چې مذاکرات به په ډېره ښه توګه ادامه پیدا کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...