Home » سیمه او نړی » چین کې د روغتیا سازمان کارپوهان نن د خپلو تحقیقاتو جزئیات اعلانوي
رویداد خبري آژانس
د روغتیا نړیوال سازمان

چین کې د روغتیا سازمان کارپوهان نن د خپلو تحقیقاتو جزئیات اعلانوي

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د کارپوهانو ډله چې د کرونا ویروس د خپرېدو د څرنګوالي په اړه د څېړنې لپاره چین ته تللې، د خپلو تحقیقاتو جزئیات نن په ووهان ښار کې رسنیو ته وړاندې کوي.

«WHO» په یو بیان کې چې نن خپور شو ویلي، د نړیوالو کارپوهانو په ګډون دا ډله به چې د ‘کووېډ-۱۹’ ناروغۍ د پیل د څرنګوالي په اړه تحقیقات‌یې له چینايي همکارانو سره په ګډه د څلورو اوونیو په ترڅ کې بشپړ کړي د خپلو موندنو راپور نن سې شنبې په یوه خبري غونډه کې اعلان کړي.

د کرونا ویروس د سرایت راپور لومړی ځل، د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې په ووهان ښار کې ورکړل شو.

د ساینس‌پوهانو په اند دا ویروس چې په ټوله نړۍ کې یې له ۲،۳ ملیون زیات خلک وژلي دي، لومړی ځل په ماښام څکالي یا خفاش کې رامنځته شوی او بیا د نورو حیواناتو په وسیله انسان ته انتقال شوی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...