چين نن د افغانستان له عامې روغتیا وزارت سره د يو مېليون ډالرو په ارزښت د طبي توکو مرسته وکړه.
په دې طبي محموله کې د کرونا وايروس شاوخوا ۴۰ زره تشخصيه کېټونه، ۲۰ زره جوړې محافظتي جامې، دوه پايې پي سي ار دستګاوې او دوه پايې ار ان ای اکسټرکشن دستګاوې شاملې دي.
د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش د دغه توکو د سپارلو پر مهال له چين مننه وکړه او ويې ويل:
چين د هغو هېوادونو له ډلې و چې له کرونا سره د مبارزې په لومړۍ جبهه کې و او له نېکه مرغه وتوانېد چې له دې بحران سره په بريالي ډول مبارزه وکړي او دغه راز چين په افغانستان کې د کرونا راتلو له پیله له افغانستان سره د طبي توکو مرسته کړې ده.
له بل لوري په کابل کې د چين سفير وانګ يو له افغانستان سره د چين د دغو مرستو موخه د دواړو ملګرو هېوادونو تر منځ د اړيکو لا پیاوړتیا بللې ده. د نوموړي په خبره، د کرونا بحران د نورو ډېرو هېوادونو په څېر د افغانستان اقتصاد هم زيانمن کړی دی.