د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به نن د نړیوالو څلور اړخیزو لوبو (NSDF) په چوکاټ کې له استرالیا سره مخامخ شي.
دا لوبه به نن (دوشنبه، د وري۶مه) د کابل پر وخت ماسپښین ۲ بجې په تایلنډ کې وشي.
د افغانستان د فوټسال څلور اړخیزې سیالۍ د روان کال د اسیایي هېوادونو د فوټسال کپ سیالیو ته د دې لوبډلو د چمتووالي په چوکاټ کې د تایلنډ، استرالیا، افغانستان او مالیزیا د فوټسال لوبډلو په ګډون ترسره کېږي.
د دې سیالیو لومړۍ لوبه پرون ترسره شوه. د هېواد د فوټسال ملي لوبډله د مالیزیا له ملي لوبډلې سره مخامخ شوه او لوبه د درې ګولونو په ترسره کولو سره مساوي پای ته ورسېده.