د پاکستان کرېکټ سوپر ليګ يا پي اېس اېل سږنيو سياليو کې پنځه افغان لوبغاړي راشد خان، محمد نبي، مجيب الرحمان، نوراحمد لکڼوال او قيس احمد اخيستل شوي دي.
د پاکستان سوپر ليګ د لوبغاړو پېرلو مراسمو کې نوراحمد د کراچي کينګز لوبډلې لخوا واخيستل شو.
د پاکستان د کورني کرېکټ شپږم کال یا سیزن سياليو کې د لاهور قلندرز لوبډلې راشد خان په پلاټينيم کټګورۍ، پېښور زلمي لوبډلې مجيب الرحمان ډايمنډ کټګورۍ، کراچي کېنګز محمد نبي په ډايمنډ کټګورۍ کې او کوټه ګلډيېټرز لوبډلې نور احمد لکڼوال کراچي کینګز لوبډلې او قيس احمد په سېلور کټګورۍ کې پېرلي دي.
د پاکستان سوپر ليګ سياليو کې لوبغاړو ته شپږ کټګورۍ جوړې شوې دي چې تر ټولو ګران بيه يې پلاټينم ده ورپسې ډايمنډ او درېيمه ګټګوري ګولډ يا سره زره ده .
مخکې هم ځينې افغان لوبغاړي د پاکستان سوپر ليګ کې لوبېدلي وو خو د افغانستان او پاکستان تر منځ د سياسي اړيکو خرابوالي له امله دغه لړۍ وشلېده او تېرو کلونو کې کوم لوبغاړی په دې ليګ کې ونشوی لوبېدلی.
د افغانستان کرېکټ بورډ تر اوسه په دې اړه وضاحت نه دی کړی چې ایا دا ځل د ملي لوبډلې لوبغاړي د دوی په اجازه او همغږۍ د پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې لوبېږي او که څنګه.
د پاکستان سوپر ليګ سيالۍ چې په ۲۰۱۶ کال کې پيل شوې وې د امنيتي ستونزو له امله په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېدې خو د تېر کال ټولې لوبې په پاکستان کې دننه وشوې.
يادولو وړ ده چې د پاکستان سوپر ليګ سيالۍ د فبرورۍ په ٢٠مه نېټه لومړی سیالۍ د کراچۍ کنګز او کوټې ګليډيټرز لوبډلو ترمنځ په کراچۍ کې پيلېږي.