د زابل ولایت شهر صفا او شاجوی ولسوالیو کې د ۷ ښوونځيو نوې ودانۍ د پوهنې رییس نصرالله زاهد، دولتي ادارو یو شمیر مسوولینو ، قومي مشرانو په ګډون پرانیستل شوې.
د زابل د پوهنې رییس نصرالله زاهد وايي د یادو ښوونځيو نوې ودانۍ د ولسي تړون ملی پروګرام له لوري د ۳۴،۷ میلیونو افغانیو په مجموعي لګښت په پاخه او اساسي ډول جوړي شوي، چې هره ودانۍ به معیاري ښوونيز ټولګي، لابراتوار، د څښاک اوبو معیاري څاګانې، مبرزونه او نورې اړوندې ټولې ښوونیزې آسانتیاوې به ولري.
د یاد ولایت د پوهنې رییس وویل:” د شهر صفا ولسوالۍ ټولو ښوونځیو ته به پاملرنه کوي، د ښوونکو د کمبود د تدریس د ښه والي او ودانیو په جوړولو سره به د هغوی اړتیا وي پوره کوي.”