Home » افغانستان » پولیسو؛د هېواد په څلور ولایتونو کې له ۱۰ ماین چاودنو مخنیوی کړی
رویداد خبري آژانس

پولیسو؛د هېواد په څلور ولایتونو کې له ۱۰ ماین چاودنو مخنیوی کړی

د ملي پولیسو منسوبینو د سرپل، پکتیکا، بدخشان او ننګرهار ولایتونو په اړوند سیمو کې له ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي او د امنیت د ټینګښت لپاره څو کشفي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د ۱۰ کړیو ځای پر ځای شویو ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی دی.

رویداد خبري آژانس

د کورنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي:” وسله والو طالبانو یاد ماینونه په تازه‌ګۍ سره د سرپل ولایت د مرکز په اړوند “کنجک او لودین” سیمو کې، د پکتیکا ولایت په سروبي ولسوالۍ او د مرکز ښرنې په “قلعه کهنه” سیمه کې، د بدخشان ولایت په بهارک ولسوالۍ او همدارنګه د ننګرهار ولایت د مرکز جلال اباد ښار د نهمې ناحیې په اړوند سیمو کې د ترورېستي پېښو په موخه ځای پر ځای کړي وو.”

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...