Home » سیمه او نړی » پوتین نن د ارمنستان او اذربایجان د مشرانو کوربه دی
رویداد خبري آژانس

پوتین نن د ارمنستان او اذربایجان د مشرانو کوربه دی

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن د ارمنستان او اذربایجان د مشرانو کوربه دی.

دغو دواړو هېوادونو دوه میاشتې وړاندې د روسیې په منځګړیتوب خپلو کې د اوربند هوکړه وکړه.

ارمنستان او اذربایجان څو اوونۍ د نګورنو قره‌باغ لانجمنې سیمې پر سر سره وجنګېدل چې دواړو خواوو ته‌یې ځاني او مالي زیانونه واړول.

کرملېن پرون د جنورۍ په ۱۰مه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د اذربایجان ولسمشر الهام عليیف او د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان به د هوکړې پر عملي کېدو او هغو مسایلو خبرې وکړي چې تر اوسه نه‌دي حل شوي.

خبرپاڼه کې راغلي چې پوتین به له عليیف او پاشینیان سره جلا جلا لیده کاته هم ولري.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...