د ازموینو عمومي ادارې اعلان کړی چې د ۱۴۰۵ کال د کانکور د عمومي ازموینې د لومړۍ ورځې بهیر نن پنجشنبه د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې پیل شوی دی.
د ازموینو عمومي ادارې د مالوماتو له مخې، د ۱۴۰۵ کال د عمومي کانکور په لومړۍ دوره کې د میدان وردګ، پروان، غزني، کونړ، بغلان، فاریاب، بادغیس، لوګر، کاپیسا، پکتیکا، هرات، سرپل، اروزګان او غور ولایتونه، او همدارنګه د بدخشان ولایت پنځه ساحوي مرکزونه شامل دي.
دغه اداره همداراز زیاتوي چې د دې دورې د داوطلبانو بایومټریک مالومات د ثور په ۲۲ او ۲۳ نېټو ثبت شوي او د هغوی د ازموینې لومړۍ ورځ نن ترسره کېږي.
د دې ادارې په وینا، په یادو ولایتونو کې به ازموينه سبا جمعه هم دوام وکړي او د میدان وردګ او کونړ د درېیمې ورځې ازموینه به د شنبې په ورځ، د ثور په ۲۶مه نېټه ترسره شي.
د ازموینو عمومي اداره ټینګار کوي چې ټولې ازموینې په پوره شفافيت، عدالت، باور او په بشپړ بېطرفۍ سره ترسره کوي او پایلې به یې په شفافه، باوري او له هر ډول انساني مداخلې څخه په خوندي ډول اعلان شي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس