Home » افغانستان » په کابل کې د تېرې ورځې په برید کې ۶۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
رویداد خبري آژانس

په کابل کې د تېرې ورځې په برید کې ۶۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

امرالله صالح وایي د تېرې ورځې برید کې ۶۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ولسمشر غني لومړی مرستیال امرالله صالح وایي چې په کابل کې د تېرې ورځې په برید کې لس کسه وژل شوي او پنځوس نور ټپیان شوي دي. امرالله صالح د شپږ نیمو بجو د غونډې په اړه په خپل راپور کې ویلي چې د تېرې ورځې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي خو وروستۍ شمېرې ښيي چې په پېښه کې د ولسي جرګې د غړي حاجي خان محمد په ګډون ۵۰ کسه ټپیان دي او لس کسه وژل شوي دي.

د ولسي جرګې د غړي خان محمد وردګ د موټرو پر کاروان تېره ورځ د کابل د پنځمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې موټربم چاودنه وشوه. ددې پېښې مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی خو افغان حکومت وایي چې دا د طالبانو کار دی او مسوول یې دوی دی. طالبانو بیا په دغه پېښه کې لاس لرل رد کړي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...