Home » سیمه او نړی » په چين کې د بي بي سي پر خپرونو بنديز ولګېد
رویداد خبري آژانس

په چين کې د بي بي سي پر خپرونو بنديز ولګېد

چینايي چارواکو بریتانوۍ نړيواله رسنۍ بي بي سي، په چين کې د مطبوعاتو له طرزالعملونو څخه په سرغړوني تورنه کړې ده. د چين دغه اقدام له هغه وروسته کیږي چې هاخوا بريتانوي چارواکو د چین د حکومتي تلويزيوني شبکې لائيسنس فسخه کړ.

د چين راډيو تلويزيون نړيوالې ادارې د پنجشنبه په ورځ وویل چې پر بي بي سي باندې بنديز په دې دلیل لګول شوی چې دغې نړيوالې رسنۍ د چين له مقرراتو څخه «درنه سرغړونه» کړې ده.

د چين د راډيو تلويزيون ادارې په يوې اعلاميه کې ويلي دي چې «بي بي سي ورلډ نيوز» د چين په اړه په خپلو خپرو شوو رپوټونو کې له رسنيزو مقرراتو څخه درنه سرغړونه کړې چې په هغو کې په «خبرونو کې نه شفافیت او نه بې پرېتوب» او د «چين د ملي منافعو خلاف کړنې» شاملې دي.

په اعلاميه کې زياته شوې، چې د يادو دلايلو پر اساس، بي بي سي په چين کې د غیرحکومتي رسنیو له پاره د ټاکلو قوانينو شرایط نه دي پوره کړي، چې له امله يې په راتلونکي کال کې د نشراتو د ادامې درخواست نه منل کيږي.

 په چین کې د بي بي سي ورلد نيوز تلويزيوني خپرونې تر ډيره په هوټلونو او هستوګنځايونو کې د لیدلو وړ دي. په دغه هیواد کې د رويټرز خبري آژانس دوو خبريالانو ويلي دي چې دغه چینل د دوی د تلويزيونونو له پردو څخه ورک شوی دی.

بي بي سي د چين د دغه اقدام په اړه خپګان ښوولی دی. د دغې رسنۍ له خوا په يوې خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي: «موږ له دې کبله چي چينايي چارواکو په دغه اقدام لاس پوري کړی، خپه يوو. بي بي سي د نړۍ په سطحه يوه تر ټولو بااعتباره رسنۍ ده چې پرته له کومې ويرې یا تمې له ټولې نړۍ څخه منصفانه او ناپيلې رپوټونه خپروي.»

په بريتانیا کې پر چينايي ټلويزيون بنديز

د بریتانيا د رسنیو د مقرراتو تنظیم کوونکي ادارې «آفکام» تر دې دمخه د روانې ميلادي مياشتې په سر کې د چين د حکومتي تلويزيون (سي جي ټي ان) لائسنس يا جواز فسخه کړی وو. آفکام ادعا کړې وه چې په ترسره شوو تحقیقاتو کې يې موندلې چې د «سټار چاينا ميډيا ليمتد» شبکې دغه لائيسنس په غير قانوني توګه ترلاسه کړی وو.

د بریتانيا د بهرنيو چارو وزير، دومنيک راب د بي بي سي نړيوالې رسنۍ پر وړاندې د چين اقدام «د مطبوعاتو د آزادۍ پر وړاندې د نه منلو وړ محدودیت» بللی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...