Home » افغانستان » په پېښور کې پر دولتي ښوونځیو د نویو افغان ماشومانو د شاملېدو بندیز
بندیز

په پېښور کې پر دولتي ښوونځیو د نویو افغان ماشومانو د شاملېدو بندیز

د خپرو شوو معلوماتو پر اساس په پېښور کې د نوې تګلارې له مخې، په دولتي ښوونځیو کې د نویو افغان ماشومانو پر شاملېدو بندیز لګېدلی دی.

د راپورونو له مخې، دغه پرېکړه عملي شوې او نوي افغان ماشومان نور په دولتي ښوونځیو کې د زده‌کړو لپاره نه شي شاملېدای.راپورونه زياتوي چې، د خیبر پښتونخوا د خصوصي ښوونځیو د تنظیم ادارې (PSRA) له پېښور څخه په خصوصي ښوونځیو کې د افغان زده‌کوونکو د معلوماتو غوښتنه کړې ده. له ښوونځیو غوښتل شوي چې د اوسنیو افغان زده‌کوونکو او له ښوونځیو د ایستل شویو افغان زده‌کوونکو جلا ریکارډونه وړاندې کړي.
د خصوصي ښوونځیو د تنظیم ادارې، خصوصي ښوونځیو ته خبرداری ورکړی چې د غوښتل شویو معلوماتو له نه وړاندې کولو او د لارښوونو له نه عملي کولو سره به قانوني اقدام ورسره وشي او د سرغړونکو ښوونځیو ثبت هم لغوه کېدای شي.
دا اقدام په داسې مهال شوی چې د خیبر پښتونخوا ښوونځي د نوي تعلیمي کال لپاره بېرته پرانیستل شوي دي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیې لوړې شوې

د راپورونو له مخې، د ...