Home » سیمه او نړی » په يمن کې د سعودي په مشرۍ اېتلاف او هوثي وسله‌وال هوکړې ته نږدې شوي
Saudi troops walk past armoured personnel carriers at their base in Yemen's southern port city of Aden September 28, 2015. REUTERS/Faisal Al Nasser - RTX1SX8T

په يمن کې د سعودي په مشرۍ اېتلاف او هوثي وسله‌وال هوکړې ته نږدې شوي

ځينو چينو خبر ورکړی چې په يمن کې د دغه هېواد د اړخونو په شمول د سعودي عربستان په مشرۍ نظامي اېتلاف، له هوثي وسله‌والو سره په خبرو کې د سولې هوکړې ته نږدې شوی دی.

يادو خبرو ته نږدې سرچينو رسنيو ته ويلي، د سعودي په مشرۍ د اېتلاف او هوثيانو ترمنځ په خبرو کې تمرکز پر دې دی چې څنګه پر يادې ډلې لګول شوي بنديزونه له لغوه او په بدل کې يې دا ډله اوربند کولو ته چمتو شي؟

هوثي وسله‌وال چې د پلازمېنې صنعا ښار پر هوايي ډګر سربېره د دغه ښار ګڼې برخې يې له کنټرول لاندې دي، مشر يې عبدالمالک هوثي د عمان له يوه پلاوي سره توافق کړی چې ژر به د ملګرو ملتونو له لوري د بنديزونو لرې کولو له وړانديز سره سم د اوربند په اړه خبرو ته کېني.

سرچينو زياته کړې، سعودي له عمان او ايران څخه چې د هوثي وسله‌والو ملاتړي دي غواړي، د هوثيانو له لوري په راتلونکي کې د خطر نه پېښېدو په اړه دې تضمين ورکړي.

سعودي عربستان وروسته له هغې د يمن په جګړه دخيل شو، چې په ۲۰۱۵ کال کې هوثيانو د يمن رسمي حکومت له پلازمېنې صنعا و وېسته. له هغه مهال دې وخته په جګړې د وژل شويو يمنيانو شمېر لسګونه زره کسانو ته رسېږي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...