Home » افغانستان » په هېواد کې تازه ۱۸۶ کسان په کرونا وبا اخته او ۱۰ نور مړه شوي
رویداد خبري آژانس

په هېواد کې تازه ۱۸۶ کسان په کرونا وبا اخته او ۱۰ نور مړه شوي

دافغانستان عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۱۸۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، چې له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۴۲ زره او ۷۹۵ ته رسېدلی دی.

د روغتیا وزارت په وینا، په همدې موده کې پر کرونا وېروس اخته لس تنه مړه شوي او ۵۷ نور بیا بېرته روغ شوي دي.

د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا وبا د مړه شویو کسانو ټول شمېر یو زر ۵۹۱ او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۳۵ زره او ۲۴ ته لوړ شوی دی.

د یادونې ده چې د هوا په سړېدو سره پر کرونا وبا د اخته کېدونکو کسانو شمېر یو ځل بیا مخ په لوړېدو دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...