د راپورونو پر اساس، د نیپال او تبت په سرحدي سیمو کې د تېرې اوونۍ د ویجاړوونکو سېلابونو له امله د مړو شمېر ۷۵۰ کسانو ته لوړ شوی او ۳ زره او ۴۴ کسان لا هم نادرکه دي.
د چارواکو په وینا، د بارانونو دوام او د سیندونو د اوبو لوړېدو د ژغورنې چارې له جدي ستونزو سره مخ کړې دي.
د راپورونو له مخې، د ژغورنې عملیات د جمعې له ورځې راهیسې څو ځله د خرابې هوا او د نورو سېلابونو د خطر له امله درول شوي دي. ژغورونکي اړ شوي چې ځینې سیمې پرېږدي او لوړو او نسبتاً خوندي ځایونو ته ولاړ شي.
راپورونه زياتوي چې، د نیپال او چین ترمنځ په سرحد کې د یوه ګلیشیر له نړېدو وروسته رامنځته شوی جهیل سرریز شوی او اوبه یې د نیپال سیندونو ته داخلې شوې دي. چارواکي وېره لري چې د اوبو د کچې د لا لوړېدو په صورت کې به په سیمه کې د نورو سېلابونو خطر زیات شي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس