د نویو محدودیتونو له کبله ښايي د هسپانیا کمپنۍ په اوونۍ کې د عوایدو له درکه دوه ميلیارد او ۲۰۰ میلیونه ډالره زیانمنې شي.
د هغې څېړنې له مخې چې پرون دوشنبه خپره شوه، ۶۰ فیصده زیان به د منځني حد او وړو صنعتي کمپنیو ته واوړي.
د څېړنې له مخې که هسپانیا د کرونا ویروس له کبله د مارچ او جون میاشتو په څېر محدودیتونه ولګوي، څلور لکه او ۸۰،۰۰۰ دندې به په خطر کې ولوېږي.
په هسپانیا کې په کرونا ویروس تر دوو میلیونونو او اتو لکو دېرشو زرو ډېر کسان په کرونا ویروس اخته شوي او په دې ویروس د مړو شمېر په کې تر ۵۸۰۰۰ اوښتی دی.