د میدان وردګوولایت مرکز میدانښارکې 60.8میلونه افغانیو په ارزښت عامه کتابتون چې نن یې دبنسټ ډبره دولایت مقام مرستال والي انجینرتاج محمد عمري ،ولایتي شورا استازو،ښاروالې، قومي مشرانو،
د ځینوادارو رییسانو،اوځوانان له لوري کیښودل شوه.
دولایت مقام مرستیال والي انجینرتاج محمد عمري ولس ته دمبارکۍ ترڅنګ وويل:چي زده کړه اومطالعه هغه څه چي ټولنه له ناخوالو،ستونز، تياروڅخه رڼاته بیایي اوله کړاوونوڅخه یې ژغوري،اوله اولسونوڅخه یې وغوښتل چي خپل بچیان تعلیم ته وهڅوي اوزده کړې ورباندې وکړي.
همداشان دیاد ولایت داطلاعاتو فرهنګ رییس بشیرمحمدي وویل :چي یاده ودانۍ داطلاعاتوفرهنګ وزارت له بودیجې څخه دیوکال په جریان کې جوړيږي .او درې پوړونه لري چې دکتابتون ترڅنګ به پکې دادبي اوفرهنګي غونډوتالار هم شتون ولري.
نوموړي زیاته کړه چې پلان لرو ولسوالیوکې هم عامه کتابتونونه جوړکړوترڅو زده کوونکي وکولای شي په اسانۍ سره د هرې برخې کتابونوته لاس رسی ولري
همداشان دولسونوپه استازولۍ د ولایتي شورا وکیل ډاکترعصمت الله عاصم داطلاعاتوفرهنګ وزارت ،دولایت مقام ،داطلاعاتوفرهنګ ریاست له مسوولینو اوله هغوکسانومننه وکړه چې دیادکتابتون په جوړیدوکې یې هلې ځلې کړي
په میدان وردګ ولایت کې د لومړي ځل لپاره د عامه کتابتون د بنسټ ډبره کېښودل شوه چې دغه ودانۍ کې به د میدان وردګ زکړیالانو ته د درس ویلو ښه زمینه برابره شي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس